Home خانه

د کوالالامپور جامع مسجد مالیزیا

 د کوالالامپور جامع مسجد (مالیزیا)

Masjed Jami Kololampor 400د کوالالامپور جامع مسجد په مالیزیا کې تر ټولو پخوانی مسجد دی، چې د جوړولو چارې په ۱۹۰۷ کال کې پیل او په ۱۹۰۹ مېلادي کال کې پای ته ورسېدې. دغه مسجد د سلطان (سلانګور) پر لاس پرانیستل شوی دی. دا هغه ځای دی، چې د مالیزیا ډېری تاریخي پېښې په کې را منځته شوې دي. دغه مسجد درې ګنبدې لري، چې لویه هغه یې ۲۱ متره ۳۰ سانتۍ لوړوالی لري. دغه ګنبده په۱۹۹۰ مېلادي کال کې ونړېده، چې بیا بېرته له سره ورغول شوه. د مسجد په څنډه کې دوه لویې سرې اوسپنيزې منارې هم تر سترګو کېږي، چې لوړ والی یې۲۶ متره او ۸۰ سانتۍ ته رسېږي.

د کوالالامپور د جامع مسجد خدمتګاران د جمعې په ورځ د زرګونه لمونځ کوونکو کوربانه وي، چې پر مسجد سربېره په پارک او واټونو کې هم پر لمانځه ولاړ وي. د مسجد ځانګړې منظره او رنګینې کوڅې د شپې لخوا بېله ښکلا لري. تاسو که د کوالالامپور په هر ځای کې وی په اسانۍ سره د مترو په وسیله دغه مسجد ته ځان رسولی شئ، ځکه چې د مترو یو تمځای د کوالالامپور د جامع مسجد په نامه نومول شوی دی.پر عبادت ځای سربېره مسجد ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري. شاوخوا ښکلی پارک، شنې ونې او د خلکو ګڼه ګوڼه هغه څه دي، چې د کوالالامپور جامع مسجد یې لا ښایسته کړی دی.