Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ

د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ

کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه

Kabul 9 400د پیمان خیریه بنسټ د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه په کمپ کې د یوې ډېرې بېوزلې کونډې مور لاس نیوی وکړ.
دغه مور شپږ ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، ډېره بېوزله ده، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ څه نلري او اوس د پل شینه په کمپ کې د خټو په یوه خونه کې شپې ورځې سبا کوي. 
یادې مور په ژړا غوني حالت د پیمان خیریه بنسټ ته وویل، چې بېوزلي ژوند مې سخت خراب کړی، د بېوزلۍ له لاسه مشر زوی ته مې رواني تکلیف پیدا شوی او آن اعصابو یې هم کار پریښی دی. 
دغې مور له دېرې ژړا وروسته وویل، هره ورځ د خلکو په کورونو کې کالي مینځمه او له دې لارې د خپلو بچیانو نفقه پیدا کومه، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي. 
د پیمان خیریه بنسټ د دغې بیوزلې مور د ژوند له څېړلو وروسته له دغې مور سره د یو بوجۍ اوړو، یو بوجۍ ورېجو، پنځه لیټره غوړیو، نیم من بورې، یو کیلو شین چای او د دولس بستو مالګې مرسته وکړه.

 دغه مرسته د ښاغلي میرویس له خوا، چې په سویډن کې ژوند کوي د خدای ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وشوه. 

هغه هیوادوال،چې غواړي له دې کونډې مور سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې تماس ونیسي. 
د دغې مور جانې د ژړونکي ژوند حال په خپاره شویو انځورونو او ویډیو کې وګورئ، تاسو به هم حیران شی ، چې دا مور څه ډول ژوند لري.