Home خانه

(د بي بي خدیجې مسجد (المان

د بي بي خدیجې مسجد (المان)

Masjed Bibi Khudaija Alman 200د بي بي خدیجې مسجد د المان په مرکز برلین ښار کې موقعیت لري، چې په ۲۰۰۸۸ کال کې د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه یې د جوړېدوچارې پای ته ورسېدې او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو. دغه مسجد په شرقي المان کې لومړنی مسجد دی، چې د هغه ځای د مېشتو مسلمانانو په لاس جوړ شوی دی. د بي بي خدیجې مسجد یوه لویه ګنبده لري، چې ۴،۵ متره لوړوالی او ۹ متره پراخوالی لري. دغه راز د ۱۳ مترو په لوړوالي یوه ښکلې مناره هم لري، چې مسجد ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.

 معمار یې مباشر الیاس دی او ټول ټال پرې۱،۷ ملیونه یورو لګښت راغلی. دغه مسجد پر یو وخت د ۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د بي بي خدیجې مسجد د نارینه او ښځینه و لپاره د لمانځه بېلا بېل ځایونه لري، چې د جمعې پر لمانځه سربېره د اخترونو لمونځ هم په کې ادا کېږی. شاوخوا یې شنو ونو پوښلې ده، چې دغه پاک چاپېریال مسجد ته لا ښکلا ورکړې ده. دغه مسجد پر ملا امام سربېره یومؤذن او د قران کریم د ختم لپاره دوه حافظان هم لري.‌

Masjed Quba 380