Home خانه

ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه

ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه

ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر

Fatullah 400څو ورځې وړاندې مې له یو ناروغ فتح الله سره د یو ملګری په  دوکان کی مصاحبه کړې وه، نن ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، نوموړی مریض فتح الله سره د خوراکي توکو مرسته مرسته کړې، دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان مشر ځوی ښاغلي جاوید (عابد) د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وکړه. په دې مرسته کې پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلوبوره، یوکیلوشین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول. چې دپیمان خیريه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.

ددی مریض ورور مشکلات دلته واوری!

 فتح الله هغه هېواد وال دی، چې په يوه ترافيکي پېښه کې يې لاسونه سخت ټپي شوي.

په ننګرهار کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ تمهیدالله سیلانی نن د روژی مبارک په لمړۍ ورځ د یو اړینی بیوزلی کورنۍ سره چی یوه اونی مخکی ورنه ویدیو ډکه کړی وه نن یی نوموړی ته د خوراکی موادو مرسته ورسول ، یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان مشر ځوی جاوید (عابد) د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
فتح الله هغه هېواد وال دی، چې په يوه ترافيکي پېښه کې يې لاسونه سخت ټپي شوي، دی د بهسودو ولسوالۍ په دامان 
سيمه کې اوسيږي. درې مياشتې کيږي چې په کور دی، د لاسونو له درد څخه سخت په غذاب دی. څو ځلې يې د ننګرهار صحت عامې د لاسونو د درملنې لپاره تللی، مګر هغوی په وار وار سره ورته ويلي چې: ستا درملنه دلته ناشونې ده، تاسې پاکستان او يا کوم بل هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شئ... 
فتح الله وايي دومره توان نه لرم چې د خپلې کورنۍ سرپرستي وکړم، پاکستان ته مې تګ هېڅ له توان څخه نه دی، پوره. له ټولو هېواد والو د خپلو لاسونو د درملنې لپاره مرسته غواړي ....

نو که تاسو غواړى چى مرسته وکړى نو ددغي شمیري له لاري خپله مرسته دغى کورنى ته رسولى شى: 0046739394622

www.paimanfoundation.com