Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار له یوې بېوزلې کورنۍ سره د دویم ځل لپاره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار له یوې بېوزلې کورنۍ سره د دویم ځل لپاره مرسته وکړه

کابل، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، غبرګولي ۶ مه

Naim 0 400د پیمان خیریه بنسټ د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د شین پل سیمې له یوې بېوزلۍ کورنۍ سره د ۱۰۱۶۹ افغانیو په ارزښت د دویم ځل لپاره خوراکي او نورو توکو مرسته وکړه.
په دې مرسته کې چی پیمان دخیریه بنسټ د یو غړي ښاغلۍ محمد شریف یوسف زی په واسطه یادې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه ، دوه بوجۍ ورېجې، دوه بوشکې غوړي، یو من بوره، دوه کیلو شین چای، نیم من لوبیا، دوه کیلو غوښه، یو بسته مالګه، یو من پیاز، یو من کچالو، ۴ متره پلاستیکي فرش، ۳ توشکې، ۳ بالښتونه او یو کیلو د کالیو مینځلو پوډر ورکړل شو.
له دې کورنۍ سره د پلاستیکي فرش، بالښتونو او توشکو مرسته د پیمان خیریه بنسټ عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان او د خوراکي توکو مرسته د ده د میرمنې آغلې بي بي حاجي له خوا شوې ده.

ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!

 څو ورځې وړاندې د پیمان خیریه بنسټ د یادې کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته کړی وه. په هغه مرسته کې یادې کورنئ ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه،۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه او لس زره افغانی نقد زمونږ د یو بل همکار ښاغلۍ تمهیدالله په لاس ورکړل شول. دینه مخکی دنومړی کورنی د ژوند په اړه مو یو ویدیویی راپور خپور کړ، چې په دې راپور کې د هغه د کورنۍ د ژوند له سختیو پرده پورته شوې وه.

اوس مهال دغه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، چې د فقر، بې وزلۍ او په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

هغه هیوادوال، چې غواړي له دې بېوزلې کورنۍ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې اړېکه ونیسي.