Home خانه

د ایوب سلطان جومات

د ایوب سلطان جومات

Masjed Ayob Sultan 200د ایوب سلطان جومات، لومړنی جومات دی، چې په ترکیه کې د استانبول له فتحې وروسته په دغه ښار کې جوړ شوی دی. دغه جومات په ۱۴۵۸ مېلادي کال کې د عثماني ترکانو لخوا د استانبول د ایوب په سیمه کې، چې د طلایي شاخ له خلیج سره نېږدې موقعیت لري جوړ شوی دی. د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د سختې زلزلې له کبله د جومات ډېری برخې ونړېدې او ورانې شوې. له همدې کبله په۱۸۰۰ مېلادي کال کې له منارو  پرته دغه جومات یو ځل بیا له سره ورغول شو. د ایوب انصاري مقبره هم چې د حضرت محمد (ص) صحابي دی، د همدې جومات په څنډه کې موقعیت لري او مسلمانان یې زیارت کوي.

 پر لمونځ کوونکو سر بېره هر کال په زرګونه مسلمانان د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د دې مسجد لیدو ته ورځي او لمونځونه په کې ادا کوي. دغه جومات ټول ټال څلور منارې، یوه لویه او څلور کوچنۍ ګنبدې لري. مسجد شاوخوا پارک لري، چې د خرما پر ونو او نورو زینتي بوټو ښایسته شوی دی. دغه جومات د نړۍ په لویو، مشهورو او ښایسته جوماتونو کې راځي.

Masjed Ayob Sultan 380