Home خانه

(مسجد (قبا

مسجد (قبا)

Masjed Quba 200د (قبا) مسجد د اسلامي نړۍ لومړنی مسجد دی، چې د مدينې منورې له ښاره شپږ کیلومتره لرې د قبا په کلي کې موقعیت لري. د دې مسجد د بنسټ ډبره د حضرت محمد (ص) په لاس اېښودل شوې ده. د هجرت په لومړي کال کله چې حضرت محمد (ص) د مدینې منورې ښار ته ننوت، د خلکو په غوښته یې د دې مسجد د بنسټ ډبره کېښوده او په خپلو مبارکو لاسونو یې د دې مسجد په دېوالونو کې خښتې ولګولې. له هغه وروسته د دې مسجد د پراخوالي لپاره د حضرت عثمان (رض) په وخت کې خلک لاس په کار شول او د مسجد ډېری برخې یې ورغولې او پراخې یې کړې.

 په ۱۴۰۵هجري قمري کال کې د مسجد ګنبدې او منارې ورغول شوې. د (قبا) مسجد څلور منارې او شپږ لویې ګنبدې لري. د منارو لوړالی یې تر ۴۸ مترو پورې او د ګنبدو قطر یې تر ۱۲ مترو مربع پورې رسېږي. د توبې سورت په ۱۰۸ آیت کې د (قبا) د مسجد د عظمت یادونه هم شوې ده. حضرت محمد (ص) فرمایي هر څوک چې په خپل کور کې اودس وکړي او له هغه ورسته په قبا مسجد کې لمونځ ادا کړي د یوې عمرې ثواب یې ګټلی دی.

Masjed Quba 380