Home خانه

په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

لوگر، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر جمعه، غویي ۲۸ مه

Logar Afghanistan 2018 05 18 400په لوگر کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ محمد شریف یوسفزی نن د جمعی ورځ د روژی مبارک په دوهم ورځ د دوه اړینی بیوزلی کورنیو سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا دواړه کورنی د لوګر ولايت په زرغون ښار سيمه کې اوسيږي، یوی ډیر سپین ژیری دی او د بل خاوند څو کاله پخوا مړ شوی او کونډه ده د ګټی یی څوک نشته ماشومان یی واړه دی.

 دا خورکۍ خپل ماشوم ځوی سره يوځای ژوند کوي چې خاوند يې څو کاله مخکی وفات شویدی.
خورکۍ وايي: د کور سرپرستي زما په غاړه ده... په دې څو اونيو کې مې ۳۰ زره افغانی قرض کړي، ترڅو ماشومانو اوکورنۍ ته څه پرې واخلم ...

نو که تاسو غواړى چى مرسته وکړى نو ددغي شمیري له لاري خپله مرسته دغى کورنى ته رسولى شى: 0046739394622

www.paimanfoundation.com