Home خانه

مسجد نبوي

مسجد نبوي

Masjed Nabawi 400 د نړۍ له درېیو لویو جوماتونو یو هم نبوي جومات دی، چې د سعودي عربستان هېواد په المدينه ښار کې موقعیت لري. دا جومات د اسلام د سترلارښود حضرت محمد (ص) په لاسونو د انصارو په مرسته ودان شوی دی. دا چې په دې جومات کې د حضرت محمد (ص)آرام ګاه هم شتون لري، نو د (حرم محمد) او (حرم نبوي) په نومونوهم یادېږي او د مسلمانانو لپاره سپېڅلی زیارت دی. د قبا جومات له جوړولو وروسته د نبوي جومات د بنسټ ډبره د هجرت په لومړي کال د حضرت محمد (ص) په مبارکو لاسونو اېښودل شوې ده.

په لومړیو وختونو کې ددغه جومات دېوالونه له خامو خښتو جوړ شوي و، پر سر یې د ونو خاښونه اچول شوي او ستنې د خرما له ونو څخه تیارې شوې وې. دغه جومات اوس د نړۍ تر ټولو ښکلی جومات بلل کېږي. جومات ټول ټال (۹۸٬۵۰۰) متره مربع پراخوالی لري، چې پر یو وخت د (۶۰۰٬۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دغه شمېره د حج په مراسمو کې له (۱٬۰۰۰٬۰۰۰) کسانو هم اوړي. لویه ګنبده یې چې د (خضر) په نوم یادېږي (۱۹۷) متره مربع لویوالی لري. نبوي جومات ټول ټال (۱۰) منارې لري، چې لوړوالی یې تر (۱۰۵) مترو پورې رسېږي. دغه جومات ۹ ځلې پراخ شوی او رغول شوی دی، چې د وروستي ځل لپاره د فهد بن عبدالعزیز په امر په ۱۹۸۵ کال کې ورغول شو. نبوي جومات د نړۍ تر ټولو ښکلی جومات هم بلل کېږي.