Home خانه

استقلال مسجد

استقلال مسجد

Masjed Esteqlql 400 مسجدونه د مسلمانانو لپاره د یوه مقدس او پاک ځای په توګه د ارزښت وړي دي او تل یې په جوړولو کې مخکښ پاتې شوي دي. د استقلال مسجد، چې د اندونزیا په (جاکارتا) کې موقعیت لري، د نړۍ له مشهورو او لویو مسجدونو څخه شمېرل کېږي. دغه مسجد په ۱۰ هکتاره ځمکه کې ودان شوی، چې پر یو وخت د ۱۲۰ زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري. ددغه مسجد د جوړولو طرحه د اندونزیا له استقلال سره سمه په کال ۱۹۴۵ کې چمتو شوه او د مسجد جوړولو ۱۷ کاله وخت ونیو. د پراخوالي له اړخه دغه مسجد د سوېل ختیځې اسیا په کچه تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه څلورم مسجد شمېرل کېږي.

د استقلال مسجد اووه دروازې لري، چې په ټولو دروازو یې د خدای پاک ۹۹ نومونه لیکل شوي. د اصلي او سترې ګنبدې پراخوالی یې ۴۵ متره مربع دی. دغه مسجد اندونزیایانو د آزادۍ په شکرانه کې جوړ کړی دی، نو ځکه یې د استقلال نوم هم ورکړی دی. د استقلال مسجد پر یوه لوی کتابتون سر بېره د دیني برخو ګڼ شمېر دفترونه هم لري. د حدیثونو حلقې په کې کېږي او دیني علما په کې خپلو زده کوونکو ته دیني درسونه تدریسوي.