Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړه

پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۶ مه

Logar 4A 400د پیمان خیریه بنسټ د لوګر په مرکز پورې اړوند د تطورو کلي له یوې بېوزلې کونډې سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د ولایت مقام په لارښوونه تر سروي وروسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی جاوید پیمان له خوا د الله ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وشوه.  
په دې مرسته کې یادې میرمنې ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې ،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شوي دي.
د یادې میرمنې خاوند لس کاله مخکې په یوه پېښه کې شهید شوی او اوس دوه کوچني ماشومان لري، چې له سرپرست پرته په ډېر کمزوري اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!

 

 دغه میرمنه وایي، چې د روژې لپاره یې هېڅ خوراکي مواد نه درلودل، خدای ج دې د محمد شاه پیمان زوی او د ده د کورنۍ ټولو غړو ته خیر ورکړي، چې له ماسره یې مرسته وکړه.

هغه موسسې او یاهم شتمن هیوادوال،چې غواړي له دې بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې اړېکه ونیسي.