Home خانه
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر
دفتر بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل طبق فیصله مجلس اداری این بنیاد به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده و قابل اعتبار نمیباشد.
این دفتر در ساحه کارته نو شهر کابل فعالیت داشت که در حال حاضر دفتر متذکره به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده است.
تمام کاپی اسناد سابقه دفتر کابل هنوز هم به مسؤلین بنیاد خیریه پیمان سپرده نه شده و از اعتبار ساقط میباشد.
بنیاد خیریه پیمان در حال حاضر یک دفتر مرکزی در شهر پل علم مرکز ولایت لوگر داشته که این دفتر درداخل دارالعلوم محمدی فعالیت مینمایید.
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه په کمپ کې د یوې ډېرې بېوزلې کونډې مور لاس نیوی وکړ.
دغه مور شپږ ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، ډېره بېوزله ده، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ څه نلري او اوس د پل شینه په کمپ کې د خټو په یوه خونه کې شپې ورځې سبا کوي.
یادې مور په ژړا غوني حالت د پیمان خیریه بنسټ ته وویل، چې بېوزلي ژوند مې سخت خراب کړی، د بېوزلۍ له لاسه مشر زوی ته مې رواني تکلیف پیدا شوی او آن اعصابو یې هم کار پریښی دی.
دغې مور له دېرې ژړا وروسته وویل، هره ورځ د خلکو په کورونو کې کالي مینځمه او له دې لارې د خپلو بچیانو نفقه پیدا کومه، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي.
د پیمان خیریه بنسټ د دغې بیوزلې مور د ژوند له څېړلو وروسته له دغې مور سره د یو بوجۍ اوړو، یو بوجۍ ورېجو، پنځه لیټره غوړیو، نیم من بورې، یو کیلو شین چای او د دولس بستو مالګې مرسته وکړه.
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ له خوا د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه کمپ له یوې بېوزلې کونډې مور سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده میرمنه څلور ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، د ننګرهار د خوګیانیو اوسیدونکې ده، خو دلته د نا امنیو له کبله را ګډه شوې او اوس له خپلو ماشومانو سره د خټو په یوه کوټه کې اوسیږي.
دغه میرمنه وایي، د دې لپاره چې ماشومان یې وږي، تږي پاتې نه شي، هره ورځ ښار ته ځي او هلته هکۍ او نور خوراکي مواد پلوري او له دې لارې د خپلو ماشومانو خوراک او څښاک برابروي.
د پیمان خیریه بنسټ دغې بېوزلې او کونډې میرمنې ته په خپله مرسته کې یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل.
له دې مور سره یاده مرسته د ښاغلي میرویس له خوا، چې دا مهال په سویډن کې اوسیږي د خدای ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وشوه.
!پیمان خيریه بنسټ وپېژنئ
پیمان خيریه بنسټ وپېژنئ!
د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دا خیریه بنست هېڅ ډول سیاسي، شخصي او غیر قانوني فعالیت نه ترسره کوي.
دا بنسټ د عدلیې وزارت سره په رسمي توګه ثبت او راجستر دی.
دهر زون مسوول یې د رسمي مکتبوب په واسطه د ولایتونو مقامونو او نورو اداراتو ته ور پېژندل کیږي...
د دې بسنټ له مقرراتو څخه یوهم دادئ چې مستحقې کورنۍ ته عاجلې مرستې رسوي...
ددې بنسټ کارکوونکي پرته له معاش څخه د الله ج د رضا لپاره کار کوي.
ددې بنسټ مرستې د پانګوالو او نورو شخصي مرستو پر اساس ولاړې دي.
نن د یو غریب نوی مهاجر شوی او ژړونکی پلار سره مرسته وشوه
نن د یو غریب نوی مهاجر شوی او ژړونکی پلار سره مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې دغې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیريه بنسټ لخوا مصاحبه شوې وه... نن یو ورور ښاغلی میرویس عابد له سویدن څخه نوموړي کورنۍ سره مرسته کړې، چې د پیمان خیریه بنسټ شرقي زون مسوول تمهید الله سیلاني لخوا ورته وسپارل شوه. د ښاغلي میرویس عابد څخه نړۍ مننه ! چې خپلو هېواد والو ته د مرستې لاس ورکوي. الله ج دې د میرویس ورور صدقه په خپل دربار قبوله کړي.
هېواد والو که تاسې هم غواړئ خپله صدقه، زکات او مرستې داسې بېوزله کورنیو ته ورسوئ! نو، پیمان خیریه بنسټ سره اړیکه ونیسئ.
ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
دا زهير او ناروغ بابا د هلمند ولايت څخه دبهسودو ولسوالۍ، د پښتونستان سيمې ته را کډه شوی
دا زهير او ناروغ بابا د هلمند ولايت څخه دبهسودو ولسوالۍ، د پښتونستان سيمې ته را کډه شوی
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دی په يوه نيمه چهار دويوالي شوي کور کې د يوې خيمې لاندې په داسې حالت کې ژوند کوي، چې نه برېښنا، نه خواړه او نه نور د ژوند امکانات لري..بابا خپل مشر زوی او مېرمن د هلمند په جګړو کې له لاسه وکړي. اوس ناروغه بابا د دوو وړو زامنو او دوه نجونو سرپرستي کوي. دی وايي: (( سهار ښار ته ځم، خير ټولوم. که چا مرسته را سره وکړه، ښه ده او کنه بېرته راځم او د خدای په هېله ورځې شپې سبا کوم.
د کوالالامپور جامع مسجد مالیزیا
د کوالالامپور جامع مسجد (مالیزیا)
د کوالالامپور جامع مسجد په مالیزیا کې تر ټولو پخوانی مسجد دی، چې د جوړولو چارې په ۱۹۰۷ کال کې پیل او په ۱۹۰۹ مېلادي کال کې پای ته ورسېدې. دغه مسجد د سلطان (سلانګور) پر لاس پرانیستل شوی دی. دا هغه ځای دی، چې د مالیزیا ډېری تاریخي پېښې په کې را منځته شوې دي. دغه مسجد درې ګنبدې لري، چې لویه هغه یې ۲۱ متره ۳۰ سانتۍ لوړوالی لري. دغه ګنبده په۱۹۹۰ مېلادي کال کې ونړېده، چې بیا بېرته له سره ورغول شوه. د مسجد په څنډه کې دوه لویې سرې اوسپنيزې منارې هم تر سترګو کېږي، چې لوړ والی یې۲۶ متره او ۸۰ سانتۍ ته رسېږي.
د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې، غبرګولي ۹ مه
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب د سیمې له یو بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی همایون پیمان د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت کړې ده.
په دې مرسته کې دې کورنۍ ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ د نور کلونو په څېر بیاهم د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو لاس نیوی کړی او تر اوسه یې له شاوخوا ۷۰ کورنیو سره نغدي او د خوراکي موادو مرستې کړې دي.
د یادو مرستو موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو کورنیو لاسنیوی دی، چې د روژه ماتي لپاره په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده ګرځي.
ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
!!!د ولسمشر زېږون ځای کې یو ماشوم لوږې وژلی
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې، غبرګولي ۹ مه

د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۶ مه
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر په مرکز پورې اړوند د تطورو کلي له یوې بېوزلې کونډې سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د ولایت مقام په لارښوونه تر سروي وروسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی جاوید پیمان له خوا د الله ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وشوه.
په دې مرسته کې یادې میرمنې ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې ،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شوي دي.
د یادې میرمنې خاوند لس کاله مخکې په یوه پېښه کې شهید شوی او اوس دوه کوچني ماشومان لري، چې له سرپرست پرته په ډېر کمزوري اقتصادي حالت کې ژوند کوي.
سرسايه په روژه کې
سرسايه په روژه کې
د سرسایې ذکر په اسلامي منابعـو کې:
1- صدقة الفطر
2- ز كاة الفطر
3- زكاة الصوم
4- صدقة په رمضان کی
د سرسايې فلسفه:
که څه هم د روژې لپاره د صدقة الفطر د ورکولو حکمت په روژه کې دممکن نقصان جبيره کول ښوول شوي، خو ټولنيزه فلسفه يې د بې وزلو او نېستمنو خلکو سره مرسته او لاسنيوى دى.
رسول الله صلي الله عليه وسلم ټينګار کړاى چې د اختر په مناسبت بايد له بې وسه او مسکين سړي سره مرسته وشي او هغه له سوال او احتياجه خلاص کړای شي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي: « اغنوهم عن المسالة فی مثل هذا اليوم» يانې په دغه شان ورځو کي فقيران او مسکينان له سوال کولو څخه مستغني ( بې پروا) کړئ.
او همدارنگه وکيع بن الجراح رحمه الله وايي: « د رمضان مياشتي صدقة الفطر (سرسايه) داسې ده لکه سجده سهوه په لمانځه کې چې د لمانځه ټول نقصان ختموي.